IQNA

د اربعیّن تر پولو پورې  په لارو کې د وینې د زیرمه کولو زیاتیدا

14:28 - June 22, 2024
د خبر لمبر: 3489416
ایکنا – وینې د منتقلونکې ادارې عمومی مدیر د حسینی اربعیّن پولو پورې په لارو کې د زیارتوالو پراخ شتون ته په اشارې سره ووئيل،د سرحدي روغتونونو د ینو زیرمه کول (بلډبینکونه) زیاتیږي.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د  ایران د وینې د منتقلونکې  ادارې عمومی مدیر مصطفی جمالی له ایکنانیوز سره په خبرو کې دې ته په اشارې سره چې ډیر وطنوال او د نورو هیوادونو  زیارتوال دایران له داخله د عراق په لور تر سرحدونو پورې تګ راتګ کوي. تیر کال په خاص ډول د سرحدي روغتونونو د وینو زیرمه کول مو ترکافی حده زیات کړي وو.

هغه روښانه کړې ده،که  په پولو کې د زیارتوالو د تلو راتلو په لاره کې کومه پيښه وشي،نو ایمرجنسي هرڅومره  غوښته ولرل شي، نو سملاسي به په سرحدي روغتونونو کې وینه د ټپیانو یا ناروغانو ورکړل شي.

جمالی ووئيل تیر کال د ایران په داخل کې د حسینی اربعیّن په لاره کې په محدوده اندازه  ایمبولاسنونه له وګړو د وینې د اخستو په تجهیزاتو  او د  وینې په زیرمه کونکو تجهیزاتو سنبال کړئ شوي وو،څو د ضرروت په بڼه سملاسي د زیارتوالو ژوند وژغورل شي. سږکال هم  د هیواد د ایمرجنسي  ادارې سره په تماس کې مو خپل چمتووالی اعلان کړی دی چې دغه اقدام تکرار شي. البته مونږ داسې تجهیزاتو ته اړتیا لرو چې وتوانیږي، تر ۴۸ساعتونو پورې  په مناسبې تودوخې کې ژوندی وینه وساتل شي.

هغه ووئيل، باید ایمرجنسي  دغه تجهیزات واخلی چې هیله مند یوو بودجه ئې هم مسئولان د ایمرجنسي ادارې ته ورکړل شي څو د وینې د ساتلو او منتقلولو سسټمونو ته خپل سټینډرډ ایبمولاسونه اوچورلکې پوره کړئ شي.

د  وینې د منتقلونکي ادارې عمومی مدیر د وینې ډالۍ کولو ته د حسینی اربعیّن د زیارتوالو د هڅولو لپاره د یولړ تمهیداتو خبر ورکړ او وې وئيل،د ایران په داخل کې د حسینی اربعیهن د زیارتوالو د تګ راتګ په لارو او ښآرونو کې د وینې د ډالۍ کولو نیک ار ترسره کولو ته دخلکو د هڅولو لپاره غږملتیاوې ترسره کیږي، په تیره بیا د لاریون په لاره کې ځوانان شتون لري او هیله مند یوو د حسینی اربعیّن  په زیارتوالو کې د وینې د ډالۍ کولو کلتور هم دود شي.

https://iqna.ir/fa/news/4222203

captcha